خبرونهاقتصاد

په لغمان کې يو واټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
په لغمان کې يو واټ له جوړېدو او کرېړ اچولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه واټ يو زرو پنځه سوه متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري او د مهترلام ښار په باغ سراج کې دی.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي باختر آژانس ته وويل چې د دغه واټ په جوړېدو سره په ښار کې به ترافيکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د دغه واټ په دواړو غاړو کې پلې لارې او ويالې هم جوړې شوې دي.
ختم- شکريه-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا