خبرونهامنیت

په لغمان کې پر طالبانو بریدونه وشول

۱۳- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
پوځیانو په لغمان کې د وسله والو طالبانو د پلټنې په دوو پوستو بریدونه وکړل.
د را رسېدولو خبرونو له مخې؛ وسله والو طالبانو تېره شپه په لویه لاره کې د پلټنې دوه پوستې جوړې کړې وې او مسافرین یې ځورول چې د ځمکې او هوا له لارې پرې بریدونه وشول.
د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو یوه جګپوړي مقام له باختر آژانس سره په ټلیفوني اړیکه کې بریدونه تایید کړل، خو د د سر زیانونو په اړه یې څه ونه ویل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا