امنیت

په لغمان کې یو ماین ښخوونکی طالب ونیول شو

۱۹- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
په لغمان کې یو کس چې ویل کېږي د طالبانو د ماین ښخولو مامور و، ونیول شو.
پولیس وايي چې دغه سړی تېره شپه په مهترلام ښار کې د یو قومي مشر د کور پر وړاندې د ماین ښخونې په وخت کې نیول شوی دی.
نیول شوي کس په خپل لومړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی دی چې د طالبانو د قوماندانانو په لارښوونه یې د ماینونو په ښخولو سره په لغمان کې د څو پوځیانو او قومي مشر په ترور اقدام کړی دی.
د لغمان د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي ډي چې نیول شوی سړی په لغمان کې د یوشمېر پوځيانو او قومي مشرانو د ترور نیت درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا