امنیت

په لغمان کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
څوارلس تنه په لغمان کې په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په شک ونيول شول.
پر نيول شويو کسانو د غلا، شوکمارۍ، وژنې، د نشه يي توکو د قاچاقو او له وسلې څخه د غير قانوني استفادې تور لګول شوى دى.
د لغمان د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه ۱۴ تنه د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې له مهترلام ښار او يوشمېر ولسواليو څخه د عملياتو او د موټرو د پلټڼې په بهير کې نيول شوي دي.
له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه نشه يي توکي، جنګي وسايل او غلا کړى شوي مالونه ترلاسه شوي دي.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا