امنیت
په لغمان کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
د لغمان پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتو کې ٩ تنه د جنايي جرمونو په شک ونيول.
د لغمان پوليسو د رسنيو دفتر د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې پوليسو دغه کسان په تېرو ٢٤ساعتو کې د دغه له مرکز او ولسواليو څخه نيولي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې دغه کسان په غلا، شوکمارۍ، د نشه يي توکو په قاچاقو او د بې سنده جنګي وسايلو په لېږدولو تورن دي.
ختم- شکريه-اکرم