خبرونهاقتصاد

په لوګر کې ٢٨ مميزخونې پرانستل کېږي

کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر

په لوګر کې  د ٢٨ مميز خونو د جوړولو کار پنځه نوي سلنه پرمخ تللى دى.

د لوګر د کرنې او اوبو لګولو رياست باختراژانس ته وويل چې د کرنې رياست  د ځنځيري پرمختيا د پروژې د پروګرام له لارې ٢٨مميز خونې د څه د پاسه  ٢٤ ميليونو افغانيو په لګښت  په لوګر کې جوړوي.

خبرځاى زياته کړه چې هره مميز خونه په مميزو له دولسو څخه  تر ١٥مټريک ټنه انګورو د بدلون ظرفيت لري چې د جوړولو کار يې پنځه نوي سلنه پرمخ تللى دى  اوپه راتلونکې کې ګټې اخستنې ته سپارل کېږي.

ويل کېږي  چې د دغومميز خونو په جوړولو سره د لوګربڼوال کولاى شي  چې هرکال ٤٢٠ مټريک ټنه انګور په مميزوبدل کړي.

ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا