ټولنه

په لوګر کې یو نیم کیلو متره سړک کانکریټ شو

پل علم / د لیندۍ / ۲۶/ باختر
د لوګر په مرکز کې د یو نیم کیلو متره سړک د کانکریټ کار بشپړ او پرون د استفادې وړ وګرځېد .
د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ د باختر اژانی خبریال ته وویل چې دغه سړک د یو نیم کیلو مترو په اوږدوالي په پل علم ښار کې اوار او کانکریټ شو .
د لوګر والي محمد اجمل شاه پور وویل چې دغه سړک د هڅونې له بودجې څخه د څه ناڅه ٢٢ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی دی .
د لوګر والي زیاته کړه چې د سږکال په بهیر کې په لوګر کې زیاتره ټولګټې پروژې د دولت په هلو ځلو او د خلکو په همکارۍ تطبیق شوې دي هغه د دغه ولایت له اوسیدونکو وغوښتل چې د پروژو د تطبیق او د سولې په تامینولو کې له دولت سره همکارۍ وکړي . پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا