خبرونهټولنه

په لوګر کې ۲۴۰ تنو حرفوي زده کړې وکړې

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر   

په لوګر کې ۲۴۰ تنو د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د لوګر د کار او ټولنیزوچارو رییس شاه محمد ولي زوی باختر آژانس ته وویل چې د ۹۰ ښځو په ګډون ۲۴۰ کسانو د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې د شپږ میاشتنو په بهیر کې د تخنیک، خیاطۍ، ترکاڼۍ، موبایل جوړولو، برېښنا، فلزکارۍ او د لبنياتو د بسته بندۍ په برخو کې زده کړې وکړې.

ولي زوی زیاته کړه چې دا د فارغانو پنځمه دوره ده او د تېرو دورو۸۰ سلنه فارغان په کار بوخت شوي او تراوسه ۱۵۰۰ تنه له دغه مرکز څخه فارغ شوي دي.

د لوګر والي محمد اجمل شاهپور په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې له فارغانو سره ژمنه وکړه چې هغوی ته د کارموندلو په برخه کې به هلې ځلې وکړي.

د لوګر والي زیاته کړه چې د جګړې او وسلې اخیستلو پرځای باید زمینه مساعده شي چې خلک د یادو حرفو په زده کولو سره خپل ژوند ښه کړي.

د یاد مرکز یو تن فارغ شوي خلیل الرحمن وویل چې د دغه شان پروګرامونو ترسره کول د کورنیو د اقتصادي حالت په ښه والي کې اساسي رول لوبوي.

پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا