امنیت

په ميانشين ولسوالۍ کې امنيت تا مين دي

د کند هار ولايت د ميانشين ولسوال وا يي : په دې ولسوالۍ کې امنيت د خلکو په همکاري تا مين دي او هلې ځلې کوي چې ښه حکومت والۍ پيا وړي کړي .

دميانشين ولسوال حاجې روزي خان وويل: دميانشين ولسوالۍ شپږ کاله د طالبانو په لاس کې وه او له يو کال را په ديخوا د امنيتې ځواکو نو  په هلوځلو سره بيا ددولت لاس ته ورغلې ده

حاجې روزي خان په دې خبري غونډه کې  وويل :ددغې ولسوالۍ په بيا نيولو سره هغه ماينو نه چې د طالبانو له خوا دهغې په شا وخوا کې ايښودل شوي وو پاک شوي او خلک په اسا نې سره کولاي شي د هغې په لاره کې تګ را تګ و کړي

 ولسوال زيا ته کړه د ولايتې شورا په همکاري د خلکو دستو نزو د لري کولو په خا طر دسيمه ييزو دولتي ادارو د پرا نيستلو په هڅه او هاند کې دي

ده زيا ته کړه خلک د ولسوالۍ له مقا ما تو سره همکاري کوي او په ټولو برخوکې خلک ددولت همکاري ته اړ تيا لري

ده څرګنده کړه : هغه ټول کسان چې دطالبانو د وا کمنې په وخت کې له خپلو کورونو څخه امن سيمو ته مها جر شوي وو بيا خپلو کورونو ته ستا نه شوي دي او خپلو کارونوته دوام ورکوي . ځکه اوس په دغو سيموکې امنيت تا مين دي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا