نړۍ

په مکسيکو کې نهه سوځول شوي مړي وموندل شول

دمکسيکوپوليسو ددغه هيواد دلويديځ په دوو ځايونو کې په دوو ليږدونکو وسايطو کې دنهو تنو سول شويو مړو ترلاسه کولو خبرورکړ.

دهند دنيوکريلا دخبري سايت دخبرله مخې پنځه مړي په سينالو ايالت کې په يو باروړونکې موټرکې داورلګيدنې په وخت کې ترلاسه شوي او ګومان کېده مخکې سوځول شوي و او جنايتکارانو دپوليسو دپاملرنې دجلبولو په مقصد دغه موټر سوځولي و.

دغه راز پوليسو ته ديوتن ناپيژندل شوي سړي دخبرله مخې څلور تنه سوځول شوي مړي ددغه ايالت دپلورني يو مرکز ته څيرمه په يو رنجرموټر کې ترلاسه شوي دي.

دوژل شويو کسانو هويت معلوم نه دي خو پوليس وايي چې دغه نهه تنه ښايي دهغو کسانو له جملي څخه وي چې دانګوشورا له ښارڅخه تښتول شوي وو.

دمکسيکو زياتره سيمي په تيره بيا دامريکا له متحده ايالاتو سره ددغه هيواد سرحدي سيمې هم دنشه يي توکو دقاچاقو وړونکو دفعاليت مرکز دي چې دقاچاقو دلارو دکنترول په سر سيالي لري .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا