امنیت

په ننګرهارکې د داعشیانو پرپټنځي د پوځيانوپه برید کې درې تروریستان ووژل شول.

کابل / د مرغومي ۲۴ / باختر
د داعشیانو٣ غړي په ننګرهارکې د پوځيانوپه برید کې ووژل شول.
په دغو داعشیانو تېره شپه په جلال آباد ښارکې د دوي پر پټنځي داميتي ځواکونو له خوا برید وشو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باخترآژانس ته وویل چې دغه داعشیان د یولړډاراچوونکو بریدونوپه پلان جوړولوبوخت وو چې پرې برید وشو.
د داعشیانوله پټنځي څخه یوه اندازه جنګي وسایل ترلاسه شول.
داعشیانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، د ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ لپاره د داعشیانود نومول شوی ولسوال مرستیال له یوبل ملګری سره يې ونیول شو.
ملا شهزاد تېره شپه ناوخته د ملي امنیت د ځواکونوپه عملیاتوکې ونیول شو.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا