خبرونهامنیت

په ننګرهارکې د نشه يي توکو یوه زېرمه کشف شوه

کابل/ د مرغومي٥مه / باختر

دنشه يي توکو له دې  زېرمې څخه چې د دوربابا  ولسوالۍ په یو کور کې ساتل کېده  په سلګونو کیلوګرامه چرس او اپین ترلاسه شوي دي.

د نشه يي توکو د دې زيرمې په اړوند څوک نه دي نیول شوي.

د ننګرها د امنیې قوماندانۍ یو مقام باخترآژانس ته وویل؛ له دې  زیرمې څخه ۱۷۰ کیلو ګرامه چرس او اپین ترلاسه شوي ډي.

د یوبل خبرله مخې، دوه تنه په ننګرهارکې د نشه يي توکود قاچاقوپه اړه نیول شوي ډي.

پولیس وايي دغو کسانو غوښتل ۶ کیلوګرامه هيروئین د یو سراچه موټر په واسطه یوځای ته  ولېږدوي  چې د سرخ رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونیول شول.               پای \ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا