امنیت

په ننګرهارکې نشه يي توکي ترلاسه شول

٦- کابل /د لړم ٣٠مه /باختر
د ننګرهار امنيتي ځواکونه د يوې زياتې اندازې نشه يي توکو په کشفولو بريالي شول.
دغه نشه يي توکي تېره شپه کله چې پاکستان ته قاچاق کېدل کشف اوضبط شول.
د ننګرهارد والي وياندعطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې په دغو نشه يي توکي کې ١٧٠ کيلوګرام چرس دي .
هغه وويل : قاچاق وړونکو دغه نشه يي توکي په يو ګړندى موټر کې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى کړي و .
د دغو نشه يي توکو لېږدونکى د امنيتي ځواکونو د بريد په وخت کې تښتېدلى دى
اود هغه د نيولو لپاره هڅې دوام لري .
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا