امنیت

په ننګرهار کې۱۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

۳۴- کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
لس تنه په ننګرهار کې د جنایي جرمونو د ترسره کولو په تور ونیول شول.
دغه کسان په وروستیو ۲۴ ساعتو کې د ننګرهار په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د موټرو د پلټنې او عملیاتو په بهیرکې نیول شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې پر نیول شويو کسانو د غلا، انسان تښتونې، وژنې او د نشه یي توکو د قاچاقو تور لګول شوی دی.
ویل کېږي د تورنوکسانو دوسیې به ډېر ژر عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا