ټولنه

په ننګرهار کې اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
په ننګرهار کې نږدې ٢٠٠٠ اړو کورنيو بشردوستانه مرستې ترلاسه کړې.
دغه کورنۍ چې د جګړو او کرونا ويروس د خپرېدو له امله مالي زيانونه ليدلي دي، پرون او نن غوړي، اوړه، وريجې، لوبيا، مالګه، بسکوېټ او د کور لوازم ترلاسه کړل.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه مرستې د خوړو نړيوال سازمان او د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د عالي کميشنرۍ له خوا برابر شوې دي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار کې نږدې ۱۰۰ اړو کورنيو نغدې پيسې ترلاسه کړې.
د جاپان د ستاسو غږ بنسټ له هرې کورنۍ سره ٧٠٠٠ افغانۍ مرسته کړې ده.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا