امنیت

په ننګرهار کې جنګي وسایل ترلاسه شول

۱۱- کابل / د مرغومي ۱۵مه / باختر
یو تن په ننګرهار کې له جنګي وسایلو سره ونیول شو.
دغه کس تېرماښام کله یې چې غوښتل ۲۰ تومانچې یو نامعلوم ځای ته ولېږدوي، د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې ونیول شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژآنس ته وویل چې نیول شوی سړی د جنګي وسایلو قاچاق وړونکی دی.
هغه وویل چې له نیول شوي سړي څخه ۲۰ تومانچې ترلاسه شوې دي.
نیول شوي سړي په لومړنیو څېړنو کې د هېواد په ختیځ کې د څو جنګي وسایلو پر قاچاقو اعتراف کړی دی.
پای/شکریه

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا