امنیت

په ننګرهار کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

۴۳- کابل / د ليندۍ١٩مه / باختر
د ننګرهار پولیسو نن درې تنه د نشه يي توکو د پلور په شک ونیول.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې پولیسو دغه درې تنه د جلال آباد ښار په ګوټ ګوټ کې د چرسو، اپینو او الکولي مشروباتو د پېر او پلور په اړوند نیولي شوي.
پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا