امنیت

په ننګرهار کې دناټو په يو مرکز باندې ځانمرګي بريد

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

په ننګرهار ولايت کې ديو ځانمرګي بريد له امله څه ناڅه درې تنه افغان عسکر ټپيان شول.

دغه ځانمرګي بريد نن غرمه دغني خيلو په ولسوالۍ کې دناټو په يو مرکز وشو خو ويل کيږي   چې په دې پيِښه کې بهرنيو ځواکونو ته  زيان  نه دى رسيدلي .

درپوټونوله مخې  ځانمرګي بريد کوونکي له چاوديدونکو توکو خپل ډک موټر  دناټو ددغه مرکز  په دروازه کې چولي دي.

دناټو درسنيو مسوول  سباوون هوتک دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  په دې پيښه کې درې  تنه افغان عسکر  چې په غني خيلو ولسوالۍ کې دناټو دمرکز په دروازه کې  په دندي بوخت وو ټپيان شوي دي .

دسباوون دڅرگندونوله مخې  په دې پيښه کې خپله ځانمرګي بريدکوونکي له منځه تللي دي او دناټو ځواکونو ته زيان نه دي رسيدلي .

په همدي حال کې  ذبيح الله مجاهد  چي ځان دطالبانو ويندوى معرفي کوي له رسنيو سره په تماس کې ددغه بريد مسووليت په غاړه اخيستي دي او ويلي يې دي  چې په دې پيښه کې   دناټو يوشمير ځواکونه وژل شوي دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا