امنیت
په ننګرهار کې دوه ياغيان ووژل شول او دالقاعده يو فعال غړي ونيول شو

د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې نن دامنيتي مرکزونو او دائتلاف دځواکونو په ګډو عمياتو کې دوه تنه ياغيان ووژل شول او دالقاعده شبکې يو فعال غړي ونيول شو .
دباختر اطلاعاتي اژانس دهغې خبرپاڼې له مخې چې دايساف دځواکونو دمطبوعاتي دفتر له لاري خپره شوه خبر راکړ دغه عمليات د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو مخالفينو د ځپلو په مقصد پيل شوي و چې له امله يې دوه تنه وسله وال ياغيان ووژل شول او دالقاعده شبکې يو فعال غړي ونيول شو .