ټولنه

په ننګرهار کې د استوګنې په لسګونه کورونه او په سلګونو جريبه کروندې خوندي کېږي

٥١- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
ټاکل شوې ده د يو استنادي ديوال په جوړولو سره د استوګنې په لسګونو کورنه او په سلګونو جريبه کروندې د سېلاو له احتمالي خطرونوڅخه خوندي شي .
دغه ديوال د هسکې مينې ولسوالۍ د سيند تر څنګ جوړېږي.
د ننګرهارد کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه ديوال ٢٤٢ متره اوږدوالي لري او په جوړولو سره يې د استوګنې په لسګونه کورونه او په سلګونه جريبه کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي.
ټاکل شوې ده دغه ديوال تر راتلونکو دريو مياشتوپورې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د هسکې مينې ولسوالۍ په ځينوسيموکې د خلکو کورونه او زراعتې ځمکې د سېلاونو د راوتلو له امله ويجاړېږي.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا