ټولنه

په ننګرهار کې د افغان هوايي ځواک یوې چورلکې سقوط کړی دی

۲۱- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د هوایې ځواک یوې چورلکې د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.
د ملي دفاع وزارت او د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر تایید کړې ده چې دغه MI-17 چورلکه تېره شپه ۱۲ بجې د تخنیکي ستونزې له امله راغورځېدلې ده.
سرچینې وایي: په دې چورلکه کې د الوتنې یوه عمله او یو پولیس شهیدان شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا