خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د اوبو رسولو يوه شبکه ويجاړه شوه

٤٤- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
ډار اچوونکو نن په ننګرهار کې د اوبو رسونې يوه شبکه د بم په چاودنې سره ويجاړه کړه .
يرغلګرو نن سهار په روداتو ولسوالۍ کې د څښاک د اوبو يوه شبکه د بم په واسطه وچوله .
دغه شبکه د روداتو ولسوالۍ په لرې پرتوسيمو کې د سلګونو کورنيو د څښاک اوبه تامينوله .
د روداتو ولسوال سيد علي اکبر سادات له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې چاودنه کې د اوبو رسولو دغه شبکه په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده .
اوس په روداتو ولسوالۍ کې سلګونو کورنى د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.
مسوولين وايي د دغې شبکې د بيا رغاونې لپاره د مالي منابعو د تامينولو په خاطر هلې ځلې پيل شوي دي.
ختم_ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا