ټولنه

په ننګرهار کې د برېښنا نه شتون د فابریکو چارې ټکنې کړې دي

کابل / د لړم ۲۷ مه / باختر
په ننګرهار کې د المونیم لوښو درې تولیدي فابریکې هره ورځ تر ۳ زره کیلوګرامه لوښي تولیدوي.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست له باختر اطلاعاتي آژانس سره د شریکو کړیو معلوماتو له مخې، دغه درې واړه فابریکې د ۸ زره کیلوګرامه المونیمي لوښو د تولید ظرفیت لري، خو اوسمهال یې ورځنی تولید ۳ زره کیلوګرام دی.
د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد حسن محسن وایي چې په فابریکو کې تر ۱۷۰ کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
محسن وایي: د یادو فابریکو پر وړاندې د برېښنا، ځمکې او خامو موادو نشتوالی او په عین حال کې د وارداتي مالونو سیالي لویې ستونزې دي چې په حلولو سره به یې د فابریکو تولیدات څو برابره ډېر شي.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا