امنیت

په ننګرهار کې د جنګي وسايلو يوه زېرمه کشف شوه

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه ستره زېرمه کشف شوه.
دغه زېرمه د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې کشف شوې ده.
د دغو جنګي وسايلو د ساتلو په تړاو يو سړی چې ويل کېږي د وسله والو طالبانو غړى دى، نيول شوی دی.
دغه زېرمه په لعل پورې ولسوالۍ کې د نيول شوي سړي سيد نبي په کور کې وه.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې له دغې زېرمې په سلګونو سپکې او درندې وسلې (کوچني بمونه، توغندي، د توغنديو د توغولو دستګاوې، د هاوان ګولۍ، پيکا او درې کلاشينکوفونو ترلاسه شوي دي.
هغه وويل چې طالبانو له دغو جنګي وسايلو څخه د ننګرهار په ځينو برخو کې په خپلو بريدونو کې استفاده کوله.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-شکريه -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا