خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د درېیو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

په ننګرهار کې درې بمونه کشف او شنډ کړای شول.

امنيتي مامورینو نن سهار درې بمونه چې د يوې کراچۍ په واسطه يوځاى ته لېږدول  کېدل، د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې کشف او شنډ کړل.

د دغو بمونو د لېږدولو په اړوند يو سړی نيول شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني باختر آژانس ته وويل چې د دغو بمونو په کشف سره د چاودنو مخه ونيول شوه.

ټاکل شوې وه دغه بمونه د جلال آباد ښار په ګڼ مېشتو بازارونو کې ولېږدول شي او وچول شي.

ختم- شکريه -اکرم

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا