امنیت

په ننګرهار کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

په ننګرهار کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شو

۲۰- کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر

په داسې حال کې چې د خوږياڼيو ولسوالۍ ځينې برخې تېره شپه د وسله والو طالبانو د بريدونو ډګر و، پوځيان وايي چې دغه بريدونه يې په شا تمبولي دي او يرغلګروته يې د سر دروند زيان اړولې دى.

دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې لسګونو وسله والو طالبانو د خوږياڼيو ولسوالۍ په زاوې ساحه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بريدجنرال محمدکريم نيازي باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو له يرغل وروسته د هېواد ځمکنيو ځواکونو د هوايي حواکونو په ملاتړ پر يرغلګرو بريدونه وکړل.

هغه وويل: په بريدونو کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ افغان ځواکونو د خوږياڼيو ولسوالۍ دزاوې په ساحه کې عمليات وکړل او دغه سيمه يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړه.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا