خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د طالبانو د جنګي وسایلو زیرمه کشف شوه

جلال اباد / د لړم۲۶/ باختر
په ننګرهار کې نن په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسایلو یوه زیرمه کشف شوه .
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایی چې په دې زیرمه کې څو ماینونه، یوه اندازه چاودیدونکي توکي اوله لری څخه د بمونو او ماینونو د کنترولولو دستګاوې ترلاسه شوې .
د ننګرهار سیمه یېز مسوولان وایی طالبانو دغه جنګي وسایل په ملکي او پوځي تاسیساتو او د سر تېرو په کاروانونو د بریدونو لپاره جمتو کړي وو.
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا