امنیت

په ننګرهار کې د طالبانو د هدفمندو وژنو یو مسوول ونیول شو

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
هغه سړی چې په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د هدفمندو وژنو او ماین ښځونو مسوولیت په غاړه لاره؛ ونیول شو.
ملاحبیب الله نن سهار د ننګرهار په مرکزجلال آباد ښار کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې دغه سړی غوښتل له بې غږه تومانچې څخه په استفادې سره یو سړی ترور کړي چې ونیول شو. له بلې خوا هم هغه غوښتل چې یو ماین د ننګرهار د یو اوسېدونکي په موټر کې ځای پرځای کړي.
پولیس وايي چې نیول شوي کس د طالبانو او داعش په ډلو کې پر خپل غړيتوب اعتراف کړی دی او ویلي یې دي چې د یوې بې غږه تومانچې او یو چسپکې ماین په واسطه غوښتل دوه تنه ترور کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا