
کابل/ د ليندۍ٢١مه/ باختر
په ننګرهار کې د طالبانو له بنده د خوشي شویو امنیتي، دفاعي سرتېرو او ملکي وګړو سره د مرستې او خواخوږۍ غونډه وشوه
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي ريیس محمدشاکر کارګر د ویډیو کنفرانس له لارې د مرستې او خواخوږۍ په موخه د ننګرهار له چارواکو او په دغه ولایت کې د طالبانو له بنده د خوشي شویو امنیتي، دفاعي سرتېرو او ملکي وګړو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د ننګرهار لوړ پوړو چارواکو، د ولایتي شورا غړو، مدني فعالانو، ځوانانو، لېږل شوي پلاوي او د طالبانو له بنده ځینو خوشي شویو سرتېرو برخه درلوده.
په پیل کې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي ریاست سلاکار جمال ناصر اصولي د طالبانو له بنده د خوشي شویو دفاعي، امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو سره د مرستې او خواخوږۍ په تړاو د جلالتماب جمهور ريیس د (۱۷۲۶) حکم په باب د ناستې ګډونوالو ته مالومات ورکړل.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل د طالبانو له بنده د خوشي شویو امنیتي، دفاعي او ملکي وګړو سره د مرستې او خواخوږۍ په تړاو د جلالتماب جمهور ريیس له کارنده پالیسو ستاینه او مننه وکړه او ترڅنګ یې د دغه ولایت ځینې ستونزې هم یاد کړې، چې جمهوري ریاست د لوړ مقام څخه یې د یادو ستونزو د هوارولو غوښتنه وکړه.
ورپسې د تبادله شويو سرتېرو په استازیتوب یو تن له جلالتماب جمهور ريیس څخه مننه وکړه، چې تل یې له دوی ملاتړ کړی دی.
محمد شاکر کارګر د ننګرهار په ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا د انعکاس راډیو ټلوېزیون د خبریالې ملالۍ میوند وژل کېدل په کلکو ټکو وغندل.
نوموړې پرون د نامعلومو وسله والو له خوا د ننګرهار ښار په درېیمه حوزه کې په ډزو ووژل شوه.
ښاغلي کارګر د ملالۍ میوند وژل یوه دردونکې پېښه وبلله او د عاملینو پر نیولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې ترهګر د خبریالانو پر ګواښلو او وژلو نه شي کولای په هېواد کې د بیان د آزادۍ مخه ونیسي.
د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي ريیس محمد شاکر کارګر د امنیتي او دفاعي سرتېرو د مېړانې او سرښندنې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه د جلالتماب جمهور ريیس د حکم له مخې به د تبادله شویو امنیتي، دفاعي سرتېرو او ملکي وګړو سره د مرستو او خواخوږي بهیر دوام لري او له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ د افغانستان د جمهوري ریاست کاري لومړیتوب دی.
په پای کې پر تبادله شویو امنیتي، دفاعي سرتېرو او ملکي وکړو مرستې ووېشل شوې.
پاى \ ذ