اقتصاد

په ننګرهار کې د ليموحاصلات زيات شوي دي

١- کابل / ليندۍ ٢٤مه / باختر
په ننګرهار کې د ليموحاصلات د تېرکال په نسبت زيات شوي دي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ سږکال د ننګرهار له بڼونو څخه ٦٠٠ټنه ليمو ترلاسه شوي دي په داسې حال کې چې دغه شمزر تېرکال٥١٠٠ ټنه و.
اوس د ننګرهار په بنونو کې څلور ډوله ليمو شته.
د ننګرهار د کرنې او اوبو لګولو رييس انعام الله صافى باختراژانس ته وويل چې سږ کال له سلګونو بڼونوڅخه ٦٠٠٠ ټنه ليموترلاسه شوي دي.
د سلګونو نورو بڼونو جوړول او د ليمو د روزنې له نويو لارو چارو سره د بڼوالو بلدتيا په ننګرهار کې د حاصلاتو د زياتوالي له اصلي علتونوڅخه وباله.
هغه وويل د زياتوالي لپاره د راتلونکې کال لپاره په سلګونه نوي بڼونه جوړېږي.
ننګرهار د ځانګړي هوا په لرلو سره د ليمو په ګډون د ډول ډول ميوو د روزنې لپاره مناسب ځاى دى.
د ننګرهار ليمو د هېواد د ختيځو بازارونو ترڅنګ د هېواد پايتخت او يو شمېر نورو ولايتونو ته هم رسېږي.
بڼوالان د ليمو د پلورنې له پلوه ښه عوايد ترلاسه کوي که چېرې دولت نړيوالو بازارونو ته د دوى د حاصلاتو د صادرولو لپاره زمينه برابره کړي د دوى عوايد به زيات شي .
د کرونا د خپرېدو او له هغه څخه له رامنځته شويو بحران وروسته د افغانستان د ميووصادرات د ځمکې او د هوايي دهليزونو له لارې ګډوډ شوى دى.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا