خبرونهټولنه

په ننګرهار کې د معلولینو د فزیکي بیارغونې د مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل / د لیندۍ ۳۰ مه / باختر

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په ننګرهار کې د ۶۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د معلولینو د فزیکي بیارغونې د مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارله. یاد مرکز چې ۱۸ خونې او ۳ لوی صالونونه لري؛ د ارتوپيدۍ، فزیوتراپۍ او کمپونېنټ ورکشاپ په څانګو کې اړو افغانانو ته معیاري خدمتونه وړاندې کوي. د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه مرکز چې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې جوړ شوی دی، د ګټې اخیستنې په مراسمو کې یې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل، د عامې روغتیا رییس، د معلولینو اتحادیې غړیو، د سوېډن کمېټې او د انجیوګانو استازو او نورو دولتي چارواکو ګډون کړی و. په یادو مراسمو کې د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې خدمتونه وستایل او ویې ويل چې دا کمېټه افغانانو ته اساسي خدمتونه وړاندې کوي. امرخېل زیاته کړه: د سوېډن کمېټه له تېرو ۴۰ کلونو راپدېخوا په هر راز سختو شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ده او موږ د دې کمېټې د ارزښتناکو خدمتونو قدرداني کوو. هغه زیاته کړه: هغه ډاکټران او نور کارکوونکي چې د هېوادوالو د خدمت لپاره کار کوي، په واقعیت کې زموږ اتلان دي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د جلال آباد د سیمه ییز اداري دفتر مشر انجنیر عبدالاحد سمون له اړوندو ادارو څخه مننه وکړه چې د پروژو په تطبیق کې یې ورسره همکاري کړې ده. سمون وویل: د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه د معلولینو د بیارغونې، ښوونې او روزنې، د کلیو د پراختیا او روغتیا په برخو کې معیاري خدمتونه وړاندې کوي. زموږ اساسي موخه په بې پري ډول اړو افغانانو ته د بشري فعالیتونو وړاندې کول دي. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د معلولینو د فزیکي بیارغونې پروګرام همکارانو، په یاد مرکز کې د کېدونکو خدمتونو په اړه هر اړخیز معلومات د پرېزېنټېشن له لارې له ګډونوالو او مسوولینو سره شریک کړل. پای / وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا