امنیت

په ننګرهار کې د يو ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
په ننګرهار کې د يو ځانمرګي بريدګر په نيول کېدو سره د يو تروريستي بريد مخه ونيول شوه.
د ملي امنيت مامورینو دغه يرغلګر چې غوښتل یې په اچين ولسوالۍ کې پر يوې پوځي قرارګاه بريد وکړي، هدف ته له رسېدو مخکې ونيو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي له باختر آژانس سره په اړيکه کې د دغه ځانمرګې بريدګر چې په ځانمرګي واسکټ سمبال و، د نيول کېدو خبر تائيد کړ.
تراوسه روښانه نه ده چې دغه يرغلګر په افغانستان کې په کومې تروريستي ډلې پورې اړوند و.
په ننګرهار کې د ملي امنيت مامورین وايي چې د پېښې په اړوند څېړنې دوام لري.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا