خبرونهټولنه

په ننګرهار کې د ګازبالون چاودنې د يوې کورنۍ د پنځو غړيو ژوند واخیست

 

جلال آباد/ د مرغومي ۹مه/ باختر

د ننګرهار د شينوارو په پنځه ويشتمه وياله سيمه کې نن ماښام د ګاز د يو بالون په چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ پنځو غړيو ژوند بايلود. باختر آژانس ته په رارسېدلي خبر کې زياته شوېده چې په دې پېښه کې د کورنۍ درې نور غړي ټپيان شوي دي.

په ژمي کې خلک د ګازي بالونونو په کارولو کې پوره احتياط نه کوي چې له امله يې دغه راز پېښې رامنځ ته کېږي.

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا