ټولنه

په ننګرهار کې زرو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر

په ننګرهار کې پر زرو اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه کورنۍ په سپين غر ولسوالۍ کې د جګړو او طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې دي او بشري مرستې ته اړتيا لري.

د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې  پر زرو اړو کورنيو اوړه، غوړي، دال، مالګه او بسکوېټ ووېشل شول.

دغه مرستې د نړۍ د خوړو سازمان برابرې کړې وې.

ختم- ج-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا