خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې سل ښځې د ميوو او سبو په پروسس پوختې شوې

۳۶- کابل / د ليندۍ ٤مه /باختر
سل ښځې په ننګرهار کې له يوې روزنيزې زده کړې وروسته د ميوو او سبوپه پروسس بوختې شوې.
دغه اړې ښځې له دې وروسته د ميوو او سبو د پروسس له لارې خپل ځان اوخپلې کورنۍ ته پيسې ګټي.
د ننګرهار د کرنې رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې دغه ښځې د ميوو او سبو د پروسس اوبسته بندۍ په برخوکې په عملي اونظري ډول زده کړې کړي چې وکولاى شي له دې لارې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړې شي.
هغه وويل د دغه پروګرام هدف ښځو ته د کار برابرول اود کرنيزو محصولاتو د ارزښت زياتوالي او اړو کورنيو ته اقتصادي وده ده.
اوس په ننګرهارکې په زرګونو ښځې له زده کړې وروسته د ميوو او سبو په پروسس او د آچارو او مرباوو په توليدولو او هم د کرکيلې په کار بوختې دي.
ختم- شکريه- اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا