Uncategorized

په ننګرهار کې لسګونو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

۳۴- کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر
په ننګرهار کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره لسګونو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت پر يادې پروژې درې ميليونه افغانۍ لګولې دي.
د اوبو رسولو دغه شبکه د اچين ولسوالۍ په لرې پرته سيمه کې جوړه شوې ده.
د ننګرهار د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغې شبکې په جوړېدو سره ١٦٠ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د اچين ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې شبکې د جوړېدو هرکلى وکړ او ويې ويل چې له دې مخکې يې د ويالو له اوبو څخه د استفادې له امله په ډول ډول ناروغيو اخته کېدل.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا