ټولنه

په ننګرهار کې لسګونو کورونه او په سلګونو جريبه کروندې د سېلاونو له خطره په امن کې شول

١٧- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د يواستنادي ديوال په جوړولو سره په لسګونو کورونه او په سلګونو جريبه کروندې د سېلاونو له خطره په امن کې شول.
دغه ديوال د سلو مترو په اوږدوالي او د درې مترو په لوړوالي د بهسودو ولسوالۍ د سيند په غاړه جوړ شو.
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د دغه دېوال د جوړولو په خاطر يوميليون افغانۍ لګښت کړى دى .
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو وايي چې د دغه دېوال په جوړولو سره اوس په لسګونو کورونه او په سلګونوجريبه کروندې د سېلاونو له خطره په امن کې شوې .
کروندګرد دغه استنادي ديوال په جوړولو خوښ دي او وايي له دې وروسته به په ارام فکر خپلو کروندو کې کار وکړي.
ختم_ شکريه- ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا