ټولنه

په ننګرهار کې له اړو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې بشردوستانه مرستې په ننګرهارکې پر سلګونو اړو کورنيو ووېشل شوې.
په دغو مرستو کې وريجې، غوړي، لوبيا، بوره، چاى، مالګه او بسکوېټ شته.
د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې له ٤٠٠ اړو کورنيو سره مرستې وشوې.
دغه کورنۍ په ګوشتې ولسوالۍ کې د جګړو او د کروناويروس د خپرېدو په دلیل له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي او مرستې ته اړتيا لري.
پاى\ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا