ټولنه

په ننګرهار کې يوسړک جوړ او کانګريت کېږي

کابل / د ليندۍ ١٤مه /باختر
په ننګرهار کې د يوسړک د جوړولو او پخولوکار نن پيل شو .
دغه سړک د درې زره څلور سوه مترو په اوږدوالي او د څلورومترو په سورسره په کامې ولسوالۍ کې جوړېږي.
د ننګرهار د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست د دغه سړک د جوړولو او کانکريت کولو لپاره ٢٨ ميليونه افغانۍ لګوي .
د ننګرهار د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا د رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې د دغه سړک په دواړو خواو کې پلې لارې هم جوړېږي
د کامې ولسوالۍ خلک د دغه سړک د جوړولو په خاطرخوشحاله دي .
هغوى وايي چې د دغه سړک په جوړولو سره دوى ته زياتې اسانتياوې برابرېږي.
ټاکل شوې ده دغه سړک تر راتلونکو درېو مياشتوپورې ګټې اخستنې ته وسپارل شي
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا