امنیت

په ننګرهار کې يو تنکۍ ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شو

١٦- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
امنيتي ځواکونه بريالي شول چې په ننګرهار کې يو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوري .
د دغه ځوان د تښتونې په اړوند پنځه تنه نيول شوي دي.
١٦ کلن عابد څه موده مخکې ښوونځي ته د تلو په وخت کې د څو تنو وسله والو يرغلګرو له خوا وتښتول شو .
د نننګرهار والي ضيا الحق امر خيل باختر اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په عملياتو کې بريالي شول چې عابد د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوري.
انسان تښتوونکو عابد د سره رود ولسوالۍ په يو پټنځي کې ساتل .
دغو انسان تښتوونکو د عابد د خلاصون په بدل کې له کورني څخه يې زياتې پيسې غوښتې وې .
د عابد کورنى د خپل زوى د ژغورنې په خاطر له امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه.
د يوبل خبرله مخې ؛ د ننګرهار امنيتي ځواکونو د يو ورانکار بانډ د مشر د نيولو خبرورکړ .
په جهان زيب چې په ننګرهار کې د وسله والوغلاو اوشوکمارى تور لګول شوى دى د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونيول شو.
د ننګرهار والي د دغه ورانکار بانډ د مشر نيول تاييد کړ.
ختم_ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا