ټولنه

په ننګرهار کې يو تن د چت د نړېدو له امله ووژل شو

۳۵- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
په ننګرهارکې يو تن د خپل کور د چت د نړېدو له امله ووژل شو.
دغه پېښه نن سهار د ننګرهار په مرکزجلال آباد ښار کې رامنځته شوه.
د ننګرهار يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په پېښه کې يو سړى ووژل شو او د هغه د کورنۍ دوه غړي ټپيان شول.
د باران اورښت او د کور زړښت د چت د راغورځېدو اصلي علتونه بلل شوي دي.
د ننګرهار والي ضيا الحق امرخېل پر یادې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.
مسوولينو د وژل شوي سړي له کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا