ټولنه

په ننګرهار کې يو شمېر اړو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

١٢- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
په ننګرهارکې ٧٠٠ اړو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل .
زياتره دغه کورنى د سېلاونو، جګړو او د کرونا ويروس د خپرېدو له امله زيات مالي زيانونه لېدلي دي او مرستو ته اړتيا لري .
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو کورنيو اوړه ، غوړي ، لوبيا، چاى ، مالګه او د ماشومانو لپاره مغزي توکي وويشل شول .
د ننګرهار چارواکي وايي چې له اړو کورنيو سره د مرستې بهير دوام لري .
ختم_ ج _ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا