امنیت

په ننګرهار کې پر داعشيانو بريد وشو

کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د داعش د ډلې يوغړى چې په ننګرهار کې د دولتي کارکوونکو د ترور په خاطرکومارل شوى و د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتوکې ووژل شو.
پر ملا عبدالولي تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په پټنځاى کې بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې د داعش په ډلې پورې اړوند څلور تنه غړي ونيول شول.
خوږياڼي، ملاعبدالولي، په ننګرهار کې د دولتي کارکوونکو د ترور د ځانګړي مامور په توګه ياد کړى دى.
د داعش دغه غړى د ننګرهار په ځينو برخوکې د دولتي د څو کارکوونکو په ترور بريالي شوي و.
د دغو داعيانو له پټنځايونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_شکريه_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا