ټولنه

په ننګرهار کې په ترافیکي پېښه کې درې تنه ووژل شول

٢٥- کابل/ د لړم ۲۸ مه/ باختر
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په اخند زاده صاحب سیمه کې د دوو الټو موټرو په ټکر کې درې تنه ووژل شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې په پېښه کې د دوو موټر چلوونکو په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې له ځای څخه د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته يو مړی او درې ټپيان لېږدول شوي دي.
د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتياطي ښودل شوې ده.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا