خبرونهامنیت

په ننګرهار کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونیول شول

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر   

څلور تنه په ننګرهار کې د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونیول شول.

پولیسو دغه کسان تېرماښام د جلال آباد ښار او بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې وپېژندل او ویې نیول.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې له دغو کسانو څخه ۱۲ کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

نیول شویو کسانو یاد توکي په مهارت سره په موټر کې ځای پرځای کړي وو.

د وړاندې شویو شمېرنو له مخې؛ په ننګرهار کې یواځې په وروستۍ یوه میاشت کې ۴۶ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند نیول شوي دي.

له یادو کسانو څخه سلګونه کیلوګرامه چرس، اپین، ښېښه، ټابلېټ-کا او هیرویین ترلاسه شوي دي.

پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا