ټولنه

په ننګرهار کې څه دپاسه۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

٣٨- کابل / د مرغومي ۲۲ مه / باختر
د ننګرهار کانال په څلورګونو فارمونو کې د څانګو غوڅولو او د ویالو د پاکولو په پیل سره، ۵۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د یادو فارمونو د ونو د شاخونو د پرې کولو او د ویالو د پاکولو په پیل سره، ۵۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې اوسمهال په هر فارم کې ۶۰۰ تنه په کار بوخت دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي دي چې هر کارګر ته د مزد په ډول د ورځې یو من غنم ورکول کېږي.
سرچینې تمه ښودلې ده چې د ویالو له پاکولو او د ونو له شاخه برۍ وروسته به د اړوندو فارمونو په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي.
د یادونې وړ ده چې په یادو فارمونو کې د څانګو غوڅول له ۳۰ کلونو وروسته ترسره کېږي.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا