ټولنه

په ننګرهار کې څه د پاسه درې زره اړو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

جلال اباد/ د مرغومي / ۲۴/ باختر
حکومت د ملي دسترخوان د پروګرام په چوکاټ کې په ننګرهار کې څه دپاسه درې زره اړو کورنیو ته خوارکي توکي وویشل.
داځل د سره رود ولسوالۍ او د کوز کونړ اوسیدونکو له دغو مرستو ګټه واخیسته.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایی چې د مرستو په دغو انډیو کې هرې اړې کورنۍ ته له درې میاشتو تر شپږو میاشتو پورې اوړه ، غوړي ، صابون او لوبیا وویشل شول.
ټاکل شوې ده په ننګرهار کې نور زرګونه اړې کورنی په راتلونکو ورځو کې د ملي دسترخوان د مرستو له انډیو ګټه برخمند شي .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا