ټولنه

په ننګرهار کې څه د پاسه ٦٠٠ کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

٤٢- کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
په ننګرهارکې ٦٥٠ بيځايه شويو کورنيوخوراکي توکي ترلاسه کړل.
د ننګرهار د رسنيو يومسوول باختراژانس ته وويل په دغو کورنيو چې د ننګرهار له نا امنو ولسواليوڅخه بيځايه او په جلال اباد ښارکې ځاى پرځاى شوي دي اوړه، غوړي، وريجې، دال ، مالګه، ترپال، خيمې اوشړۍ وويشل شول.
خبرځاى وويل کورنيو او بهرنيو مرستندويو بنسټونو له دوو ورځو راپديخوا په دغو کورنيو د مرستې ويشل پيل کړي دي.
ختم ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا