Uncategorized

په ننګرهار کې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر

په داسې حال کې چې د ننګرهار په ځينو سيمو کې د ډار اچونې ضد عمليات دوام لري، پوځي مقاماتو په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د څو کليو د پاکولو خبر ورکړ.

دغه عمليات د سلګونو افغان ځواکونو په ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ له درې ورځې راپدېخوا په بټي کوټ او خوږيانيو ولسواليو کې پيل شوي دي.

د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو عملياتو کې تراوسه د بټي کوټ او خوږيانيو څو کلي د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په نويو جګړو کې تېره شپه دوه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور یې ټپيان شول.

د هېواد په ختيح کې پوځي مقامات وايي چې د دغو عملياتو له پيل څخه تراوسه ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور یې ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا