ښوونه او روزنه

په نهو مياشتو کې څلويښتو ښوونځيو ته نوى ودانۍ جوړي شوي دي

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

په لوګرولايت کې دروان  کال له پيل څخه تراوسه پوري  څلويښتو ښوونځيو  ته نوى ودانۍ جوړشوي دي .

دغه ټکې دلوګرولايت دپوهنې رييس عبدالمتين جعفر په هغې مرکه کې  چې نن   يې دباختر داطلاعاتي اژانس له خبريال  سره و کړه څرگنده کړه او زياته يې کړه  دغه ودانۍ په دغه ولايت کې دچک  جمهوريت  دبيارغاونې دټيم  ، دمرکزي اسيا  دموسسي ،  دامريکا دپرمختيايي پروګرام  اودپوهنې وزارت په لګښت په نهو مياشتوکې جوړي شوي دي.

دده دڅرگندونوله مخې دغه ودانۍ دمرکز په ګډون  دخوښي ، محمداغې ، بره کي برک  او څرخ په ولسواليو کې جوړشوي دي  چې شپيتوزرو تنو نجونو اوهلکانو ته دزده کړي زمينه برابره شوې ده.

ده زياته کړه چې دمحمداغې په ولسوالۍ  کې دمرکزي  اسيا دموسسي له خوا ددوو  ودانيو دجوړولو کارهم پيل شوي دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا